ټولنه

په ننګرهارکې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر
په ننګرهارکې له سلګونو اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته مرستندويو بنسټونو د ننګرهار د کرنې او اوبولګولو رياست په همکارۍ شوې ده.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې په دې دوره کې په کوټ ولسوالۍ کې  پر ٦٠٠ اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه کورنۍ په کوټ ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو بريدونو له امله بېځايه شوې او سېلاو ځپلې کورنۍ دي.
خبرپاڼه زياتوي چې په ننګرهارکې له اړو کورنيو سره د مرستې لړۍ دوام لري.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته