سیاست

داساسي قانون پرتطبيق دڅارنې خپلواک کميسيون دجيلونو دقانون دتعديل طرحه تاييد کړه .

-کابل باختر د زمري  څوارلسمه
داساسي قانون پرتطبيق  دڅارنې خپلواک کميسيون نن دقانونپوه ډاکتر محمد قاسم هاشمزي  په مشرۍ غونډه وکړه .
داساسي قانون پرتطبيق  دڅارنې خپلواک کميسيون باختراژانس ته خبرورکړ په دې غونډه کې لومړى دکميسيون غړي  او منشي ډاکتر عبدالروف  هيروي  دکميسيون دپخوانى  غونډې دمصوبو دتطبيق او عملي کيدو  په اړوند دغونډې غړو ته رپوټ وړاندې کړ او وروسته جيلونو دقانون دځينو حکمونو او مادو دتعديل په اړوند دقوانينو  دتحقيق او انکشاف د ديپارتمنت  دپيشنهادي طرحې په باره کې  خبرې او څيړنې  وشوې او دغه طرحه دغونډې د غړو دتاييدوړو ګرځيده .
په دې برخه کې  وپتيل شوه چې ددې قانون دتعديل  وړانديز دې په رسمي ډول دعدليې وزارت ته وليږل شي چې  ددې قانون دحکمونو دتعديل په برخه کې اقدام وشي .
وروسته دافغانستان دکارکوونکو دملي اتحاديې دمرکزي شورا موضوع چې دجمهوري رياست دفتر دستر مشاوريت  له لارې کميسيون ته رسيدلې وه په دې دليل  چې موضوع داساسي قانون پرتطبيق  دڅارنې دخپلواک کميسيون دقانون دنهمې مادې دحکم پربنسټ ، درسمي جرمعه له لارې چې داحالي  واک  يې  کميسيون لري ، وليږل شي .
دغونډې دکار په دوام په دريو انتخاباتي حوزو  دغزني ولايت دويش په اړوند دکميسيون حقوقي نظريه وڅيړل شوه او پريکړه وشوه چې دغه نظريه  دې دکميسيون دغړو له تاييد وروسته  په سمه توګه داساسي قانون دحکمونو دتطبيق  لپاره مسوولو مراجعواو بنسټونو ته وليږل شي .   ختم+_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته