سیاست

جمهور رييس يوفرمان صادر کړ

کابل باختر دکب څلورمه :
جمهور رييس  حامدکرزي دبګرام د جيل د انتظام او ليږدونې په باره کې يو فرمان صادر کړ.
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د ادارې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دکورنيو چارو وزارت ته د بګرام جيل د انتظام او ليږدونې په باب يو فرمان صادر کړ.
دفرمان په متن کې ليکل شوي دي:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دعدلي اوقضايي کميټې د١٣٩٢کال دسلواغې دمياشتې د شلمې نيټې له پريکړې سره سم چې دبګرام دجيل دبنديان د برخليک دټاکنې د څيړنې او د موظفې  کميټې دکار د ستاينې په ترڅ کې، د دغو بنديانو په باب راتلوونکې دندې يې د شپږوفقرو په ترڅ کې تصويب کړې دي؛ دغه مراتب منظور دي:
١_ د بګرام دجيل دبنديانو د برخليک د ټاکنې او د دوسيو د څيړنې کميټه دې د هغو اته اتياتنو بنديانو دوسيې چې په کورنيو اوبهرنيو رسنيوکې د نارو سرو او دغوغاد رامنځته کيدو سبب شوي دي؛ د هيواد له نافذوقوانينو سره سم د پړاونو د بشپړولوپه لاره کې دلوى څارنوالۍ ادارې ته وسپاري.
٢_  د هغو نورو نيول شويوکسانو نسبتي دوسيې چې د روان کال د زمري دمياشتې له يو ديرشمي نيټې څخه وروسته نيول شوي دي؛ د هيواد دلوى څارنوالۍ له لارې دې تر قانوني دوران لاندې ونيول شي .
٣_  د روان کال د زمري دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه د هيڅ افغان تبعه نيول او توقيف د بګرام ( پروان ) جيل په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت، دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ په لنډ مهالو موافقو يعنې تفاهم ليک کې شاملي داى نه شي اوله دې وروسته ددغوموافقو له مخې اجراات نه کيږي .
٤_  دبګرام دجيل دبنديانودبرخليک دټاکنې او د دوسيودڅيړنې کميټه دې دهغو دوسيو دڅيړنې چارې چې په باالفعل ډول دهغې ترکار لاندې دي؛ بشپړې  کړي او د هغو په باب دې تصميم ونيسي .
٥_  څرنګه چې دبهرنيانو له خوا دپوځي عملياتو ترسره کول او نيونې منع کړى شوې دي؛ له دې امله هيڅ  بهرنى هيواد په افغانستان کې د بندي د نيولو او دجيل دلرلو حق نه لري .
٦_ ددغه فرمان دصادريدو له نيټې څخه دبګرام جيل د آزادى د سلب په يوه عادي ځاى بدليږي او دهيواد د نورو جيلونو او توقيف خونو په شان دکورنيو چارو وزارت له خوا اداره شي .
دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه دنده لري چې دکورنيو چارو وزارت ته دهغې د ادارې په ليږدونه کې لازم تدبيرونه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته