کابل باختر د سلواغې اوولسمه :
ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو پرون پنځه ديرش تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ووژل . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ ، په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دافغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په بيلابيلو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره کړل . چې په نتيجه کې يې پنځه ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول ، ديارلس تنه ټپيان او يوولس تنه نور يې ونيول شول . دغه عمليات دننګرهار ، غزني ، قندهار ، روزګان ، زابل ، فارياب ، بغلان ، تخار ،بدخشان ، نيمروز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
ددغو عملياتو په بهير کې د دښمن په چاوديدونکو توکو بار درې موټرونه ، يوه قرارګاه ، څلور ډول ډول موټرونه اويوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي . ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل