خبرونهټولنه

په کابل کې څه دپاسه درې زره کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د وري ۱۹مه / باختر

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پر ۳۱۰۰ اړو او بېځایه شویو کورنیو د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت ویلي چې په کابل کې د چين سفارت د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ، له ۳۱۰۰ اړو، بېځایه شویو او مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

دغه مرستې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د معین محمد ارسلاح خروټي او په کابل کې د چين سفارت د استازي په شتون ووېشل شوې.

د دغو مرستو د وېش پر مهال، محمد ارسلاح خروټي له چين څخه مننه وکړه او د مرستو د وېش پر روڼتیا يې ټینګار وکړ او ویې ویل: اوس د دې وخت رارسېدلی چې د نړۍ هېوادونه د افغانستان له خلکو سره مرسته او همکاري وکړي او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې مسوولې ادارې په توګه هڅه کوي چې له نړیوالو مرستندویو ادارو سره په ګډه همغږۍ، له بې سرپرستو، اړو او مستحقو کورنیو سره لا زیاتې مرستې ترسره کړي.

په همدې حال کې، په کابل کې د چين سفارت استازي وویل چې په افغانستان کې له ۲۰۰ زرو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوې ده او پر مستحقو کورنيو به ووېشل شي.

د يادونې وړ ده چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د بشري مرستو د وېش لړۍ په ټول هېواد کې دوام لري، خو د هېواد خلک له ملي او بین المللي مرستندویو بنسټونو څخه غواړي چې د دغو مرستو په وېشلو کې دې شفافیت او عدالت په پام کې ونیول شي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته