اقتصاد

د کندز په کروند ګرو د شولې زراعتي وسايل وويشل شول

کابل /د تلي ١٢مه/باختر
د داکارموسسې د کندز د مرکز او د امام صاحب اوعلي اباد د ولسواليو په اتيا تنو کروندګرو د شولې زراعتي وسايل وويشل.
د کندز د کرنيزو کوپراتيفونو د پراختيا لوى مدير محمد منير نيازي د باختراژانس خبريال ته وويل: کندز د هېواد په کچه د وريجو ستر توليدونکى ولايت دى.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ د کندز د کرني اومالدارۍ رياست مسلکي ماهران په تېرو کلونو او روان کال کې د شولې د نمايشي قطعاتو او د شولې د ډولونو د تحقيقاتو په اړه د کندز بزګرانوته روزنه ورکړې ده چې نتيجه يې قناعت بخښوونکې ده .
نيازي زياته کړه، تېرکال په کندزکې ٤٦٨١١هکتاره ځمکه کې شولې کرل شوې وې چې يوسلو څلويښت زره درې سوه يوشپيته مټريک ټنه وريجې ترلاسه شوې چې د تېروکلونوپه پرتله زياتوالي ښيي .
نيازي څرګنده کړه چې دغه اداره په روان کال کې د شولې د کرکيلې په خاطر د څه د پاسه ٣٠٠ بزګرانو زراعتي وسايل ويشلي دي.
په همدې حال کې په کندز کې د داکار دفتر مسوول وويل چې دغه اداره د کندز له بزګرانوسره د کرنې په برخوکې خپلومرستوته دوام ورکوي .
د شولې کروندګرعبدالمحمد د شولو د کروندګروپه استازيتوب د داکار موسسې اود کندز د کرنې ادارې د مرستو قدرداني وکړه اود نورو مرستو غوښتنه يې وکړه .
په پاى کې د داکار موسسې په هر بزګر د لاسي کراچى ، ترپال ، يوم ،پخال کش لور،رسۍ ،موزې ،راشبيل ،سطل او د تشو بوريو په ګډون زراعتي وسايل وويشل .
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته