اقتصاد

سيلاونو داستوګنې نولس کورونه ويجاړ کړي دي

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
  په کاپيسا ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله داستوګنې نولس کورونه زيانمن شوي دي .
دکاپيسا ولايت مطبوعاتي مسوول قيس قادري باختر اژانس ته وويل دهغو سيلاونودراوتلو له امله چې تيره شپه د نجراب ولسوالۍ په بيلابيلو کليو  کې راووتل داستوګنې  نولس کورونه ، دوه کيلومتره سړک  يوجامع جومات  او دامنيې قوماندانۍ د انګړ ديوار ويجاړ شوي دي
دده د څرګندونو له مخې په نجراب  ولسوالۍ کې دکرني  دوه سوه پنځوس جريبه ځمکه ويجاړه شوي او دغه راز لس کرولا او سراچه ډوله موټرونه هم په قسمي  ډول  زيانمن شوي يد
قادري زياته کړه چې ددغو سيلاونو دراوتلو له امله د کاپيسا ولايت په مرکز محمود راقي  کې پنځه ويشت جريبه  زراعتي  ځمکه بيخې ويجاړه شوي او يو شمير څاروې له منځه تللي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته