امنیت

په دایچوپان ولسوالۍ کې پنځه تنه وسله وال ووژل شول

قلات باختر د غبرګولي ۱۵ مه
د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې پرون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د ګډو افغان ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته