کابل باختر د وري څلورمه :
په کاپيسا ولايت کې په دې وروستيو وختو کې دملي پيوستون دپروګرام دري ويشت پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
دکاپيسا ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو پروژو کې دڅښاک داوبو يو ويشت څاه ګانې ، ، اووه ټولنيز سالونونه ، شپيته پلګوټي ، داوبو رسولو يوه شبکه ، يوسلو درې متره محافظوي ډيوال ، دوه زره اويا متره استنادي ډيوال ، څلويښت متره کانال او اووه سوه متره پلې لاره شامله ده .
خبرځاى زياته کړه دغه پروژې دکوهستان دلومړي او دويمې برخې کوهبند او نجراب دولسواليو او دمحمود راقي په ښار پورې په اړوندو کليو کې ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي .
ويل کيږي څه دپاسه څلور ديرش زره کورنۍ له دغو پروژو څخه په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه اخلي .
0 1 دقیقه لوستل