خبرونهورزش

د ایرلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو

کابل، د کب ۷مه، باختر

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په اعلان کړ.

د مهالوېش له مخې به دغه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د فبروري میاشتې په ۲۸مه نېټه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي چې د راتلونکې مارچ میاشتې تر درېیمې نېټې پورې به دوام ومومي.

د افغان لوبډلې په دې ۱۶ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، کریم جنت، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، ابرهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او نوید ځدراڼ شامل دي.

دا د افغان ملي لوبډلې ۹مه ټېسټ لوبه ده چې ورپسې به په روان کال کې ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې دوه، د نیوزیلېنډ پر وړاندې یوه او دغه راز د زمبابوې پر وړاندې هم دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته