سیاست

د ملي امنیت شورا، د انتخاباتو د امنیت په ټينګښت کې د اردو، پولیسو او ملي امنیت ترمنځ همغږي او تفاهم وستایه

کابل  باختر دغبرګولي  پنځه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې په بریالۍ توګه د جمهوري ریاست د دویم پړاو د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه د امنیتي سکټورونو د رپوټونو له اورېدو وروسته، د ملي امنیت شورا د دویم پړاو د انتخاباتو د امنیت د ټينګښت لپاره د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو له هڅو څخه قدرداني وکړه او په بېلابېلو کچو کې يې د اردو، پوليسو اود ملي امنیت ترمنځ همغږي او تفاهم وستایه او هغه يې د هېواد د امنیتي ځواکونو د مسلکي کېدو په لاره کې یو مهم ګام وباله.
له بله پلوه د هېواد امنیتي مسوولینو یادونه وکړه چې د انتخاباتو په ورځ د تروریستانو د احتمالي بریدونو په مخنيوي کې د خلکو همکاري بې سارې وه او له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همدا همکاري وه چې د دښمن د څو بریدونو مخه ونیول شوه.
د ملي امنیت شورا په خپل وار سره د انتخاباتو د امنیت د ټينګښت په برخه کې د خلکو همکاري وستایله. د هېواد د ملي امنیت شورا همداراز په دغه ملي بهير کې د رسنيو د مثبت رول قدرداني وکړه.
د ملي امنیت شورا، د انتخاباتو د ورځې په تړاو د امنیتي رپوټونو په ادامه، د هېواد پر ختيځو سیمو د پاکستان د راکېټي بریدونو دوام په سختو ټکو وغانده، څرګنده يې کړه چې پاکستاني پوځيانو د خپلې ژمنې پر خلاف عمل کړی، هغه ژمنه چې د جمهوري ریاست د دویم پړاو د انتخاباتو د ترسره کېدو د همکارۍ په برخه کې يې کړې وه.
ورپسې د هېواد د ملي دفاع وزير له اوکراین څخه د ( اي ان ۱۴۰ ) انتونوف ډوله د دريو الوتکو د اخیستو په اړه خپل لومړنی رپوټ غونډې ته وړاندې کړ.
ده څرګنده کړه چې په اوکراین کې سیاسي تغييرات او وروستۍ ستونزې د دې لامل شوې، هغه کمپنۍ چې د الوتکو د خرڅلاو او لېږد مسوولیت يې درلود، یاد قرارداد له منځه یوسي. له همدې کبله د ملي دفاع وزارت له نورو بهرنيو کمپنيو سره په اړيکه کې دی چې بشپړ رپوټ به يې د ملي امنیت په راتلونکې غونډه کې وړاندې شي.
د غونډې په پای کې د ملي امنیت شورا د خصوصي کمپنيو له لارې د کورنيو چارو وزارت د برجسته رجالو قطعې ته د سپکو وسلو د برابرولو د موضوع په اړه بحث وکړ. تصمیم ونیول شو چې د مخکينيو پرېکړو له مخې د امنیتي ځواکونو د اړتیا وړ د وسلې اکمال دې یوازې له دولتي لارې ترسره شي او په دې اړه مطرح شوی وړاندیز رد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته