ورزش

دفوټبال انتخابي لوبې دوام مومي .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دفوټبال انتخاباتي سيالۍ نن په کابل کې په دوو لوبو سره دوام کوي .
  دکابل دفوټبال  فدراسيون  مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر اژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې  دامرخيلو ټيم داستقلال له ټيم او دپنجشير  دځوانانو ټيم  دميوند له ټيم سره لوبې کوي .
دقيومي دڅرګندونوله مخې :دفوټبال انتخاباتي سيالۍ ديوولسو ټيمونو ترمنځ دشاهين آسمايي ټيم دغوره څيرې دپيژندنې په خاطر په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام مومي او په پرونيو لوبو کې داردو ټيم ديوې په وړاندې په دوو سره دبيک بير ټيم ته ماتې ورکړه او دفيروزي او دپنجشير دځوانانوټيمونو لوبه په دوو دوو ګولونو سره برابره پاى ته ورسوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته