ټولنه

په غزني کې د لومړۍ لويه لاره د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوه

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
په غزني کې د لومړۍ لویه لاره پرون د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوه.
د غزني د امنیې قوماندانی ویاند احمدخان سیرت باختر آژانس ته وویل چې پوځیانو په عملیاتوکې د اسفندې له ساحې څخه د غزني تر مرکز پورې د لومړۍ لویه لاره د طالبانو له شتون څخه پاکه کړه.
سیرت زیاته کړه چې د پوځیانو په عملیاتوکې د دغې لارې له دواړو غاړو څخه ۲۹ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
د یو بل خبر له مخې: د غزني د اندړو ولسوالۍ په سلطان باغ کلي کې په هوايي برید کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول.
ختم/ع 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته