ټولنه

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د غور له والي سره وکتل

کابل / د سلواغې ۱۵مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور پرون ناوخته د غور له والي مولوی احمد شاه دین دوست سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د غور د ټولنیزو حالاتو په ځانګړې توګه په دغه ولایت کې د برېښنا فابریکو د جوړولو او خلکو ته د کار زمینې د برابرولو د لارو چارو په اړه خبرې وشوې.
دغه راز په دې کتنه کې د غور والي، د اوبو او انرژۍ وزارت له رهبرۍ څخه وغوښتل چې د دغه وزارت یو فني او تخنیکي پلاوی دغه ولایت ته واستول شي چې د اوبولګولو او برېښنا تولیدي پروژې سروې کړي.
په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست یاد ولایت ته د یوه تخنیکي پلاوي د استولو ژمنه وکړه چې ډېر ژر به غور ته سفر وکړي.
د یو بل خبر له مخې:
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د پکتیا د والي له مرستیال مولوي عزیزالرحمن منصور سره په کتنه کې، د دغه ولایت پر اړوندو مسئلو خبرې وکړې او په دغه ولایت کې د اوبولګولو او برېښنا ستونزو د لرې کولو په اړه یې ډاډ ورکړ.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته