امنیت

په هېواد کې دامنيتي ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د ١١٤ تنو ډار اچونکو وژل کيدل .

کابل باخترد چنګاښ  نولسمه :
دهېواد په بېلابېلو  سيمو کې دامنيتي او دفاعي  ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې   ١١٤ تنه  ډار اچوونکي ووژل شول .
په تيرو  ٢٤ ساعتو کې ملي دفاعي اوامنيتي ځواکونو ددښمن په ځالو  او دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه  لس پلان شوي ګډ يرغليز اوچاڼيزعمليات ،  ٩١ کوماندويي  دندې او  ٢٢ هوايي بريدونه دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره کړل دغه راز هوايي ځواکونو  ٩١ الوتنې دملي اردو دځواکونوپه ملاتړ ترسره کړل  چې له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې  ديوه قوماند ان په ګډون ١١٤ تنه ډار اچوونکي وژل شوي  ٦٦ تنه ټپيان او څلور تنه نور نيول شوي دي .
دغه عمليات دهوايي او توپچي قوتونوپه ملاتړ  دننګرهار ، غزني ، پکتيا ، قندهار ، روزګان ، زابل ، فراه ، بادغيس ، فارياب ، بلخ او هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم                              

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته