اقتصاد

په غور کې پنځوس کرنيزې پروژې عملي کيږي .

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
دغور ولايت په مرکز اوولسواليو کې دکابو ١٦٠ مليونه افغانيو په لګښت دکرنې ، اوبو لګولو او ترانسپورت په برخو کې دپنځوسو پروژو دبنسټ  ډبرې کيښودلې شوې .
دغور ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست يوه اړونده خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دغو پروژو کې داوبو دبندونو ، داوبو او دکرنيزو اوبو دزيرمو جوړول ، په کليوالي سړکونوکريړ اچول ، دکرنيزو اوبو دکانالونو او دپلګوټو جوړول شامل دي چې دلعل اوسرجنګل ،دولتيار شهرک او د دوه لينه په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې عملي کيږي .
خبرځاى زياته  کړه چې ددغې پروژو لګښت په  سلوکې دخلکو دلسو ونډې په ګډون يوسلو شپيته مليونه يوسلو شپږ اتيا زره افغانۍ کيږي  چې دکليو دبيا جوړولو او پراختياوزارت دساحوي سمون  دپروګرامونو له بودجې څخه ورکول کيږي . 
خبرځاى دغه راز وويل چې په راتلوونکى کې به څه ناڅه ١٣ زره کورنۍ ددغو پروژو له ښيګڼو څخه په مستقيمه  توګه استفاده وکړي .
دغه راز ددغو پروژو په عملي کيدو اوبشپړيدو سره به  ٣١ زره جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته