ورزش

دوزلوبې ورزشي ډګر پرانستل شو

کابل باختر د لړم  اته ويشتمه
دافغان ترک ددوستي په نامه په جوزجان ولايت کې دوزلوبې ورزشي ډګر پرانستل شو .
  دغه ډګر دترکيې ددولت له خوا ددوه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دشبرغان ښار په خراسان کارته کې په دغه ډګر کې جوړه شوې وه په افغانستان کې دترکيې سفير ، دجوزجان والي ، ددولتي ادارو رييسانو او دورزشي څانګو مسوولينوګډون کړي وو .  دغونډې په پيل کې دجوزجان والي په دغه ولايت کې دوزلوبې دورزشي ډګرجوړول د وزلوبې د دوديز ورزش  په برخه کې  يو مثبت ګام وباله او له دوست هيواد ترکيې څخه يې قدرداني وکړه .
دغه راز دابن يمين جوزجاني ليسې په انګړ کې ددغې ليسې  دسپورتي ډګر  دبنسټ ډبره هم دترکيې دسفير او دجوزجان دوالي له خوا کيښودل شوه .  دترکيې سفير دجوزجان ولايت په بيلابيلو برخو کې دخپل هيواد دمرستو ديادونې په ترڅ کې وويل چې دغه ورزشي ډګر دترکيې په مرسته دسلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى چې څلور سوه تنه ننداره کوونکي پکې ځائيزي او له دغه ډګر څخه به دواليبال ، فوتبال اودکرکټ دلوبو لپاره استفاده وشي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته