فرهنګ

پکتیا کې له کلونو ځنډ وروسته د کره کتنې لړۍ يو ځل بيا پيل شوه

ګردیز باختر د سلواغې ۲۸ مه
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او ګرځندوی امريت له لوري له کلونو ځنډ وروسته نن د ګڼ شمېر ليکوالو، شاعرانو او د ادب مينوالو په حضور کې د کره کتنې لړۍ پيل شوه.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفا مشفق د باختر اژانس له سیمه یېز خبریال سره  په خبرو کې له یادې چارې څخه هدف د ځوانو شاعرانو روزل، د ادبي کره کتنې په اصولو پوهول او په راتلوونکې کې له يادو اصولو ګټه اخيستل په ګوته کړل.
په ورته وخت کې بیا شاعر او ليکوال خوږمن ځاځي په فرهنګيانو نيوکه  وکړه چې له فرهنګ يې د يوې وسيلې په توګه ګټه اخېستې.
ده نويو ځوانو شاعرانو ته د شعر ارزښت په ګوته کړ.
خو اصيل ځاځي بیا په جوړې شوې غونډه کې د کره کتنې د لړۍ په بيا پيلېدو خو ښي وښوده او د شاعرانو  لپاره يې دغه فرصت ګټور ياد کړ.
په جوړې شوې غونډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس انجینر عبيدالله مرهوني د کره کتنې په تاريخ او ګټو بشپړ معلومات ورکړل.
ده زياته کړه کره کتنه بايد له کينې، د شخصيت وژنې او په ياده برخه کې د ټاکل شویو اصولو له مخې وشي.
مرهوني زیاته کړه چې کره کتنه بايد په شخص ونه کړو، بلکې په پنځونه يې کره کتنه وشي ښېګړې او بدګړې يې په ګوته او خپل نظر په پنځوونکي ونه منل شي.
د کره کتنې په پار د جوړې شوې غونډې په پای کې د اندېښمن ځاځي په غزل سره د نښتر مياشتنۍ ګلبڼ مشاعره پيل شوه چې پکې ګڼ شمېر سیمه ېیزو شاعرانو خپل شعرونه واورول.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته