سیاست

په افغانستان کې د١٤تنو رايو ورکوونکو د ګوتو غوڅ کيدل

 دفراه ښار باخترد لړم دمياشتې ٣ نيټه :  
وسله والو طالبانو په افغانستان کې په پارلماني انتخاباتوکې د څوارلسو تنو ګډون کوونکو ګوتې غوڅې کړې.
د را رسيدلو خبرونوله مخې:
وسله والو يرغلګرو په فراه، هلمند او بادغيس ولايتونوکې د ١٤ تنو ګوتې چې په  پارلماني انتخاباتوکې د راى ورکولو په مقصد رنګ شوې وې، غوڅې کړې.    
زياتره دغه شان پيـښې د افغانستان په لويديځ  فراه ولايت کې رامنځته شوې دي.
د فراه د ولايتي شورا يوه غړي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو  د فراه – فراه رود د لويې لارې په اوږدوکې د موټرو د څه ناڅه لسو تنو هغو سپرليو ګوتې چې په پارلماني انتخاباتو کې يې د راى ورکولو په مقصد ګډون کړى و، غوڅې کړې.  
له بلې خوا د بادغيس او هلمند ولايتونو سيمه ييزو مسوولينو تائيد کړه چې وسله والو طالبانو د څلورو تنو ګوتې چې په پارلماني انتخاباتوکې يې ګډون کړى و، پرې کړې دي.
دغه پيښې د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو د پنځو ورځو په بهيرکې رامنځته       شوې دي .
له دې مخکې هم وسله والو طالبانو په افغانستان کې د تېرو پارلماني او د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د لسګونو راى ورکوونکو ګوتې غوڅې کړې وې.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته