ټولنه

دهيواد دپوهنې پخواني وزير ډاکتر عبدالقيوم وفات شو

کابل باختر دوږي  نولسمه
  دپوهنې  وزارت  دهيواد  د پوهنې دپخواني وزير ډاکتر عبدالقيوم  دمړينې خبر ورکړ .
په هغې خبرپاڼه کې  چې دپوهنې وزارت له خوا باختر اژانس ته ليږل شوي ده  ويل شوي دي  چې ډاکتر عبدالقيوم دامريکا په متحده ايالاتو کې  وفات شوى دى .
  دغه راز ويل شوي دي چې ارواښاد دخپل ژوندانه  په بهير کې دهيواد بچيانو د ښوونې اوروزنې په برخه کې ستر خدمتونه  کړي دي او په خپله کاري  دوره کې يې  دثانوي تعليماتو په پراختيا کې  ستر رول لوبولي و .
دغه راز په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې  دافغانستان داسلامي جمهوريت ستر وزير هدايت امين ارسلا  او دپوهنې وزارت  دهيواد  دپوهنې کارکوونکو او دارواښاد کورنۍ ته  دخپلې ژورې خواخوږي او ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوي  او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت هيله کوي .
دغه رازويل شوي دي  چې دارواښاد دفاتحې مراسم  دپوهنې وزارت  او دهدايت امين ارسلا  او دهيواد د فرهنګيانو  اود ارواښاد ګڼ شمير دوستانو له خوا  دروان کال دوږي دمياشتي  په يو ويشتمه نيټه دسه شنبې دورځې  له غرمې وروسته  له يوي نيمي بجې  څخه  تر درې نيمو بجو پوري دکابل ښار دعيدګاه  په جومات کې  پرځاى کيږي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته