امنیت

په قندهار او زابل کې طالبانو ته د سر دروند زیان

کابل/ د وري ٣مه/ باختر
شپاړلس وسله وال طالبان په قندهار او زابل کې د پوځیانو په نویو بريدونو کې ووژل شول او لسګونه نور يې ټپیان شول.
پر دغو طالبانو په تېرو ٢٤ ساعتو کې د قندهار د خاکرېز او میوند او د زابل د ارغنداب او شهرصفا ولسوالیو په ځینو برخو کې بریدونه وشول.
په قندهارکې د مېشتو ځانګړو ځواکونو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د پوځیانو په دغو بریدونوکې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نوريې ټپیان شوي دي.
په دغو پېښو کې د طالبانو دوه پټنځي له ټولو جنګي وسایلو سره يې دړې وړې شوي دي.
د یو بل خبرله مخې:
په قندهارکې دوه وسله وال طالبان د خپل ماین ښکار شول.
دغو وسله والو طالبانو نن سهار کله يې چې غوښتل د شاه ولي کوټ ولسوالۍ بازار ته څېرمه ماین ښخ کړي؛ ماین وچاودید او دوی يې ووژل.
په یو بل خبرکې ویل شوي دي چې پولیسو د قندهار او زابل په ګڼ مېشتو لارو کې د ۲۸ ماینونو په کشف سره د یولړ چاودنو د را منځته کېدو مخه ونیوله.
وسله وال طالبان د دغو ماین ښخونو عاملين بلل شوي دي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته