کابل باختر دوږي اوومه:
په کابل ښـارکې په نږدې راتلونکې کې دباسکتبال انتخاباتي سيالۍ پيليږي.
دغه سيالۍ دهيواد دباسکتبال دملي ټيم ته د غوره څېرو دانتخابولو په مقصد پيليږي چې د هيواد له مرکز څخه دوه ويشت ټيمونه او له ولايتونو څخه لس ټيمونه پکې ګدون کوي.
دالمپيک دملي کميتې دباسکتبال سکرټر جنرال غلام غوث نيکبين باختر آژانس ته وويل: ټاکل شوى ده دغه سيالۍ درواون کال د وږي دمياشتې له اتمې نيټې څخه تر ديارلسمې نيټې پورې دوام وکړي.
د نيکبين دڅرګندونو له مخې ددغوسياليو په پاى کې به اتلس تنه دهيواد دباسکټبال دملي ټيم غړيتوب تر لاسه کړي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ