نړۍ

دامريکا په کنفرانس کې دداعش دځپلو لپاره دګډې مبارزې په باب خبرې کيږي

واشنګټن  باختر د کب ديرشمه :
  افغانستان به په روانه اوونۍ کې دداعش ضد ائتلاف دبهرنيو چارو دوزيرانو په نړيوال کنفرانس له هغو برخه والو څخه دى چې په مستقيم ډول ددغې بنسټپالې ډلې له ګواښ  سره مخامخ دى .
په دغه نړيوال کنفرانس کې چې دامريکا دبهرنيو چارو دوزير په کوربه توب په واشنګټن  کې د ٦٨ هېوادونو دبهرنيو  چارو وزيران ګډون کوي .
په دغه کنفرانس کې برخه وال  به دهغو فرعي  ډلو دمالي منابعو دله منځه وړلو چې دداعش په  ملاتړ فعاليت کوي خبرې وشي .
دغه راز په دې کنفرانس کې به په عراق او سوريې  کې ددغې  ډلې دپټنځي  دله منځه وړلو په باب خبرې وشي.
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني چې په دې کنفرانس کې ګډون کوي پرون يې په کابل کې خبريالانو ته وويل :امريکا ته دسفر په بهير کې  ددغه هېواد ددفاع او دبهرنيو چارو له وزيرانواو دکانګرس  له غړو سره ګوري .
پنټاګون ويلي دي چې دداعش ډلې دله منځه وړلوطرحه يې سپينې ماڼۍ  ته سپارلې ده خو دامريکا دبهرنيو چارو وزارت ددغې طرحې  جزئيات نه دي افشا کړي .
دافغانستان په ځينو ولايتونو کې دداعش دډلې دفعاليتونو پراختيا انديښنې  رامنځته کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته