نړۍ

پاکستان: که چيرې امريکا اف- ١٦ورنه کړي، د نورو انتخابونو په لټه کې کيږي

اسلام اپاد باختر د ثور اته ويشتمه :
  د پاکستان د دفاع وزير د امريکا له خوا په پاکستان د اف – ١٦ جنګي الوتکو له پلورنې د لغوه کولو د ماجرا په وړاندې د دغه هېواد په نوي غبرګون کې ويلي دي: که چيرې د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ دغه قرارداد عملي نه شي، پاکستان به د خپلو دفاعي اړتياوو د تامينولو لپاره د نورو بازارونو او انتخابونو په لټه کې شي
د امريکا دولت اعلام کړى دى چې د دغه هېواد د کانګرس تر فشار لاندې نه شي کولاى په پاکستان کې د اتو (اف- ١٦) جنګي الوتکو د پلورنې لپاره چې قرارداد يې پخوا لاسليک شوى دى؛ د اسلام آباد له حکومت سره مالي مرسته وکړي او پاکستان بايد د ٧٠٠ مليونو ډالرو په ارزښت د قرارداد ټولې پيسې له خپلو منابعو څخه ورکړي .
د کانګرس استازي او آن د امريکا د دولت آن ځينو جګپوړو مقاماتو په پاکستان د حقاني شبکې او د لښکر طيبه په ګډون له ځينو تروريستي ډلو سره د جدي چلند د نه  کولو تور لګوي او وايي: که چيرې پاکستان له تروريستي ډلو سره جدي او اغيزمنه مبارزه ونه کړي؛ په دغه هېواد د اف- ١٦ جنګي الوتکو د پلورنې  لپاره کوم دليل شتون لري؟
د پاکستان د دفاع  د وزير له دغو څرګندونوسره جوخت، د دغه هېواد د اردو لوى درستيز جنرال راحيل شريف په چين کې دى او ځينې رپوټونه له چين څخه د نوي او پرمختلللي نسل د جنګي الوتکو د پيرودنې لپاره د پاکستان د تصميم د احتمال څرګندوى دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته