امنیت

د طالبانو د ډلې يو سرګروپ له خپلو افرادو سره يې په فارياب کې ووژل شو

-کابل باختر د مرغومي درې ويشتمه :
شل تنه وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب ولايت کې د پوځيانو د عملياتو په  بهيرکې ووژل شول .
  د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش باختر آژانس ته وويل چې دغه ګډ عمليات د غوڅ ملاتړ د ځواکونو په همکارۍ د فارياب ولايت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې په نتيجه کې ۲۰ تنه وسله وال طالبان ووژل شول،  ١٤ تنه ټپيان شول او اووه تنه نور يې دپوليسو له خوا ونيول شول .
  خبرځاى زياته کړه: په وژل شويوکسانوکې دطالبانو دډلې يو سرګروپ قاري تاج الدين هم شامل دى .
  ويل کيږي چې په دغو عملياتوکې ددښمن  يوه قرارګاه له شلو موټرسايکلونو او  يوې اندازې جنګي وسايلو سره يې له منځه وړل شوې ده .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته