سیاست

دمخابراتو وزارت نوى معين معرفي شو.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت تخنيکي معين نن ددغه وزارت کارکوونکو ته ورپيژندل شو.
سيد احمد شاه سادات په دې وروستيو وختو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس له حکم سره سم دمخابراتو او د معلوماتي تکنالوژۍ وزارت دنوى معين په توګه ټاکل شوى دى .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په هغې غونډه کې چې له همدې امله په دغه وزارت کې جوړه شوې وه دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژۍ وزير عبدالرزاق وحيدي وويل: په دولتي ادارو کې ټاکنې او بدلونونه عادي کار دى او پخوانۍ معين انجينير بريالى حسام په دغه وزارت کې دمخابراتو تکنالوژۍ دپرمختګ په لاره کې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي او هيله ده چې نوى معين هم په دې برخه کې ښه خدمتونه ترسره کړي .
په دې غونډه کې انجينير بريالى حسام نوي معين ته دبرياليتوب هيله وکړه. دغه راز سيد احمد شاه سادات دنوري فايبر ، ستلايت ،تيلى کام او ددغه وزارت په نورو برخو کې دخپلو کاري پروګرامونو په باب خبرې وکړې .
دغونډې په پاى کې ددغه وزارت پخواني معين ته دهغه دخدمتونو په وياړ ددغه وزارت دوزير له خوا سوغات ورکړ شو.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته