ټولنه

ديني عالمانو د طالبانو جګړه ناروا وبلله

کابل/ دغبرګولي ٥/ باختر
په هېواد کې جګړو او د ملګيانو وژل هغه وخت زور واخيست چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کي دي.
د طالبانو د تاوتريخوالي زياتوالى او د ملکي خلکو وژل د ديني عالمانو او د اسلامي هېوادونو دغبرګونونو د راپارولو سبب شو ى دى.
د باخترآژانس دخبرله مخې؛ د اردن، فلسطين ، ترکيې ، عراق او لبنان د هېوادونو يوشمېر ديني عالمانو پرون په ويډيويي کنفرانس کې د طالبانو روانه جګړه ناروا او لاسوهنه وبلله.
دهېواد د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګران هېواد د دغې غونډې په اړه رسنيو ته وويل چې د نړۍ د ګوټ ګوټ دينې عالمانو له خوا د افغانستان د جګړې دغير شرعي بللو او غندلو په دوام د ترکيې په ګډون د ٥ هېوادونو جيدو عالمانو په مجازي کنفرانس کې په ګډون سره په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي زياتوالى او د ملکيانو د وژلو دوام حرام وباله او هغه يې وغانده.
هغوى په افغانستان کې د جګړې په پاى ته رسولو او د دايمي سولې په تامينولو ټينګار وکړ.
مخکې له دې هم د زياتو اسلامي هېوادونو دينې عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده او هغه يې غندلې ده.
دهېواد دينې عالمان په دې باور دي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره نور په هېوا د کې د جګړې د دوام لپاره کوم دليل نشته او د جګړې دوام ديني توجيه نلري، خوطالبان د نړۍ د ديني عالمانو څرګندونو ته له پاملرنې پرته جګړې ته دوام ورکوي او بېګناه ښځې ، نارينه او ماشومان چې په جګړه کې ښکيل نه دي په بېرحمۍ سره وژني چې د خلکو ترمنځ ويره او ډار رامنځته کړي.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته