تهران ايرنا باختر دغبرګولي دمياشتې ١٨ :
د ايران د دولتي خبري آژانس د انترنټي سايټ د خبرله مخې، نهه تنه ايراني
بنديان چې د افغانستان په جيلونوکې بنديان وو، د خپل محکوميت دپاتې دورې د تېرولو لپاره ايران ته وليږدول شول.
په کابل د ايران سرقونسل محسن رضايي وويل چې د دغو بنديانو ليږدول د افغانستان او ايران ترمنځ د بنديانو د ليږدونې د موافقه ليک د عملي کيدو په لاره کې ترسره شوي دي.
ده زياته کړه: د ايران واکمنو قضايي مراجعو هم تېر کال په دوو پړاوونوکې څلور سوه تنه افغان بنديان چې د ايران په جيلونوکې شپې سبا کولې، د افغانستان قضايي مقاماتو ته سپارلي وو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ