ټولنه

دښځو دچارو وزيرې دښځو په وړاندې دمبارزي دپراختيا غوښتنه وکړه

کابل  باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه  :
دنوامبر دمياشتي ٢٥ نيټه  دښځوپرخلاف دتاوتريخوالې دبندولو نړيواله ورځ نن په هيواد کې په داسې حال کې ونمانځل شوه  چې په افغاني ټولنه کې دښځو پرخلاف  پراخ تاوتريخوالې په دغه هيواد کې دحقوقي او مدني مرکزونو دانديښني سبب شوي دي .
دباختراژانس دخبرله مخې  دښځو دچارو وزارت نن ديوې غونډي په ترڅ کې   دنوامبر پنځه ويشتمه  دښځوپرخلاف  دتاوتريخوالې دبندولو ورځ ونمانځله .
په دې غونډه کې  دښځو دچارو وزيرې حسن بانو غضنفر  په ګډون سربيره يوشمير دولتي مقاماتو ، دبشر د حقوقو اودمدني ټولني  فعالينو برخه  اخيستې وه .
دښځودچارو وزيري داکتر حسن بانو غضنفر  په افغانستان کې  دښځوپرخلاف  دتاوتريخوالې  دلمني دپراختيا له امله  دانديښني دڅرگندولو په ترڅ کې ټينګار وکړ  چې په دغې جدي ستونزي دبرياليتوب په لاره کې په هيواد کې دتاوتريخوالې پرخلاف پراخ پروګرام دي .
دي وويل  دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالې دکمښت په خاطر بايد يولړ هلې ځلې وشي  چې عوامل يې له منځه يوړل شي . دي داسلامي ارزښتونو په باب ناپوهي ،. دسواد اوپوهي نشتوالې ، بيوزلۍ او ددريو لسيزو جګړو اغيزي په هيواد کې دښځوپرخلاف دتاوتريخوالې عوامل وبلل .
ډاکترې غضنفر زياته کړه چې دښځو دچارو وزارت ديو هراړخيز پروګرام په جوړولو سره هلې ځلې کوي په هيواد کې دښځو پرخلاف تاوتريخوالې کم کړي اوپه تيرو دريو  مياشتو کې  له دغه پروګرام څخه مطبوعاتي نتيجي ترلاسه شوي دي.
دي له ملاامامانو   ، عالمانو ، او واعظانو څخه وغوښتل چې له منبرونو څخه خپل غږ پورته کړي او دښځوپرخلاف دتاوتريخوالې په کمښت کې مرسته وکړي.
دغه راز دښځو د چارو وزيرې دعامه   ذهنونو په روښانولو کې درسنيو رول ګټور وباله  اوپه دې برخه کې يې درسنيو دزيات کار غوښتنه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې  دکار اوټولنيزو ، لوړو ده کړو  ، پوهنېي ، داطلاعاتو اوفرهنګ او دعامې روغتيا دوزارتونو  معينانو او دبشر دحقوقو اومدني ټولنې  يوشمير  فعالينو ګډون کړي دي  اوپه هيواد کې يي دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالې  دپيښو دکمښت په باب يې خپلې نظريې اوپيشنهادونه بيان کړل.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اداري اودگرځندوي معين پوهنمل نبي فراهي دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالې دپيښو په له  منځه وړلو کې ددغه وزارت  له کارونو سره اړيکه ونيوله  او په دې برخه کې  يې درسنيو ندکار په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
دغه راز  پوهنمل نبي فراهي په يوشمير دولتي ارګانونو کې دجندر دنه رعايتولو په اړوند انتقاد وکړ اوپه دې برخه کې يي دښځو دپراخ مشارکت غوښتنه وکړه.
داپه داسې حال کې ده چې دبشردحقوقو دکميسيون يوي مسولې  ثرياصبحرنګ ويلي دي  چې دتيرو اتو مياشتو په بهيرکې  په دې اداره کې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالې څلور زره قضيې ثبتي شوي دي په داسې حال کې چې تيرکال په ورته وخت کې دغه  پيښي دريو زرو ته رسيدي .
دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالې په نامه پراخه ستونزه اوس  دنړۍ په کچه  په يوسترټولنيزګواښ بدل شوي دي  او دغه کار ملګري ملتونه دې ته اړکړي دي  چې دنوامبر ٢٥ نيټه  دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې  دله منځه وړلو دنړيوالې ورځې په توګه ونوموي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته