اقتصاد

د مخابراتي خدمتونو د محصول ټولولو څرنګوالي په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پخواني وزیر عبدالرازق وحید، د څرګندونو په تړاو د مالیې وزارت لید لوری

کابل باختر  چنګاښ دمياشتې ١٢نيټه :
د مخابراتي محصول قانون څلورمه ماده تصریح کوي، چې د پلي کوونکو سرچینو دندې او صلاحیتونه په جلا طرزالعمل کې تنظیمېږي.
(د مخابراتي خدمتونو د محصول را ټولولو طرزالعمل) د څلورمې مادې پر بنسټ چې اوسمهال نافذ دی، د مخابراتو وزارت، د وضع شویو مخابراتي خدمتونو د حصول او مېکانیزمونو پلي کولو مسؤل دی. 
د یاد طرزالعمل د پنځمې مادې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا چې ( اوس مهال د مخابراتو له وزارت څخه جلا شوې ده) د مخابراتي خدمتونو د محصول بهیر پلي کولو، تخنیکي ملاتړ او له مخابراتي شرکتونو څخه د راپورونو ترلاسه کولو دنده په غاړه لري.
د دې طرزالعمل په شپږمه ماده کې ګډو مکلفیتونو ته اشاره شوې ده، چې مالیه وزارت یوازي د رېل ټایم پلي کولو په موخه د بودیجوي امکاناتو په برابرولو کې مکلفیت لري او په دې برخه کې هیڅ ډول ستونزه نه لري. د قانون له نافذولو سره تر اوسه پوري مالیې وزارت خپله همکاري کړي ده او د اړتیا وړ امکانات یې د حکومت د رهبرۍ او مصوبو له لارښوونو سره سم چمتو کړي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۳۹۵ کال سنبلې میاشتې په ۲۸ مه نېټه د ریل ټایم ډېټا منجمینټ سیستم جوړولو او د مخابراتي شبکو له کیفیت څخه د څارنې وړاندیز د اقتصاد عالي شورای ۳۰ ناستې ته وړاندي کړ، چې په پایله کې د ریل ټایم ډېټا منجمینټ سیستم مالکیت او د مخابراتي شبکو له کیفیت څخه څارنه، د مخابراتو محترم وزارت او د اتراء ادارې ته وسپارل شو او تدارکاتي ډله وګمارل شوه چې د ګټو تضاد د مخنیوي په نظر کې نیولو سره، د تدارکاتي مراحلو د پروسې د پیلېدو په برخه کې کار وکړي.
په دې سربېره د اقتصاد عالي شورای د ۱۳۹۶ مرغومې د ۱۰ مې نېټې په وروستۍ ناسته کې د یادې موضوع په اړه پرېکړه وکړه، چې د مخابراتي خدمتونو د محصول را ټولولو، د دولت عواید او کنټرول چې د مخابراتي خدمتونو وړاندي کولو د کیفیت څارنې موضوع هم احتوا کوي او د اړوندو موادو تر تعدیلولو پوري، د سیستم مالکیت او د دې سیستم نصب او جوړول د بلنګ له الکټرونیکي سیستم (RTDMS) سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته وسپارل شو.
د مخابراتو وزارت اوسنۍ رهبري دي د ریل ټایم تدارکاتي چارې تعقیب کړي، چې د ۱۳۹۶ کال کب میاشتې په ۲۰ مه نېټه یې د دې پروژې اسناد له تدارکاتي مراحلو څخه وروسته د منظورۍ په موخه د ملي تدارکاتو محترم کمېسیون ته لېږلي دي.
د ملي تدارکاتو محترم کمېسیون د ۱۳۹۷ کال غویي میاشتې ۲۶ مې نېټې په ناسته کې د نړیوالو متخصصینو له نظریاتو څخه وروسته لارښوونه کړې تر څو د څلورو شارټ لیست شویو کمپنیو نوي افرونه تر قید شوې مطالبې لاندي په چټکۍ سره راوغوښتل شي.
د دې لارښوونې له مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ریل ټایم ‌ډیټا منجمنټ سیسټم نوي RFP یو ځل بیا چمتو کړل چې د ملي تدارکاتو محترم کمېسیون له لوري شارټ لیست شویو کمپنیو ته لیږل شوي دي.
مالیې وزارت د نافذه قوانینو د موادو او د اقتصاد عالي شورا د مصوبو له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پخواني وزیر ښاغلي وحیدي، څرګندونې په قاطعیت سره ردوي.#
پاى_ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته