سیاست

جمهور رئیس غني: د سولې د موافقتنامې په تطبیق کې د اروپايي ټولنې او بین المللي شریکانو رول اړین دی

کابل باختر د ليندۍ د مياشتې٢۷مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د پترس استرویسس په مشرۍ د اروپایي ټولنې له پارلماني پلاوي سره وکتل او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې، ټاکنو او اصلاحاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د اروپایي ټولنې پارلماني پلاوي د یادو مواردو په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې پروسې په اړه چمتو والی وښود او وې ویل، اروپایي ټولنه حاضره ده د سولې د خبرو اترو پر مهال او دغه راز د سولې د موافقتنامې د تطبیق په برخه کې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي.
جمهوررئیس غني له افغانستان سره په مختلفو مرحلو کې د اروپایي ټولنې د دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او د سولې د موافقتنامې په تطبیق کې د اروپايي ټولنې او بین المللي شریکانو رول اړین وباله.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته