سیاست

حامد کرزي د ګیزاب ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره وکتل

کابل-باختردتلې٣٠:
حامد کرزي د ګیزاب ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ډایکنډي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې تر سره شوه، حاجي اعتمادی او حاجي حسن ګل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په دغې ولسوالۍ کې یې د امنیتي ستونزو او بیارغونې د بهیر په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
همداراز د ګیزاب استازو او مشرانو په دغې ولسوالۍ کې روغتیایي او د ژوند نورو خدماتو ته د رسیده ګۍ لپاره د لویو لارو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ګیزاب ولسوالۍ د مشرانو د غوښتنو له اورېدو وروسته وویل چې ددوی امنیتي ستونزې به د ملي امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې وڅېړي.
دغه راز جمهور رئیس د ګیزاب د خلکو د نورو وړاندیزونو او ستونزو د حل کولو لپاره اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته