ټولنه

په بلخ کې د٢٥ تنو ځوانو نجونو او هلکانو د واده جشن جوړ شو

مزارشريف باختردليندۍ دمياشتې٢٠ نيټه : په مزارشريف ښارکې پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرسته د پنځه ويشتو تنو ځوانو نجونو او هلکانو د واده جشن جوړ شو. د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغو نجونو او هلکانو د واده په دې جشن کې د دولتي ادارو رئيسانو، رسنيو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازو، د مزاشريف ښار په سلګونو تنو اوسيدونکو او د هغوى کورنيو ګډون کړى و. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د معينيت استازي مطيع الرحمان کريمي د دغه شان ډله ييز جشن جوړولو هدف په ودونوکې د زياتو لګښتونو مخنيوى، د مناسب فرهنګ رواجول، په دې برخه کې د ځوانانو لپاره دمرستې په خاطر د سوداګرو او د خيرغوښتوونکو خلکو هڅونه وبلله . په بلخ کې د واده د دغه ډله ييز جشن د جوړولو مسوول عظيم الحق عظيمي وويل چې څه دپاسه ٣٥ تنو ځوانو نجونو او هلکانو خپل نومونه ليکلي وو چې له څيړنې او تحقيق وروسته ٢٥ تنه دغه نجونې او هلکان مستحق وپيژندل شول چې هرې جوړې ته د واده په لګښتونوسر بيره ٣٥ زره افغانۍ نغدې پيسې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له انکشافي بودجې څخه ورکړ شوې دي د يادونې وړ ده چې څه موده مخکې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مالي مرسته پنځه ويشتو تنو ځوانو نجونو او هلکانو ته د واده ډله ييزجشن په باميانو ولايت کې جوړ شوى و. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته