امنیت

په ننګرهارکې ۱۵ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

جلال اباد باختر د لړم د میاشتې ۲۰ مه
د ننګرهار ولایت په خوږياڼو او غني خېلو ولسوالیو کې د ماین چاودنو او د وسله واولو ډلو د خپلمنځي نښتو له امله د یو سرګروپ په ګډون پنځلسو تنو مخالفانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ننګرهار ولايت د امنيې قومنداني ویاند حضرت حسین مشرقيوال د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۷ مې او ۲۸ مې ويالو د سيمو ترمنځ د وسله والو مخالفانو له لوري ځای پر ځای شوي ماين د طالب وسله والو پر کرولا ډوله موټر چاودنه کړې، چې له امله يې د يو سرګروپ په ګډون د طالبانو څلور ملګري ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په ورته وخت کې بيا د دغه ولایت د خوږياڼو ولسوالي په زاوې سیمه کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتو کې څلور تنه داعشيان او درې تنه طالبان وژل شوي، دوه تنه طالبان او دوه تنه داعشيان ټپيان شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته