امنیت

انکشافي خبر : يويرغلګر تروريست دهودخيلو په ساحه کې ووژل شو .

کابل باختر دوري نهمه :
دهغو وسله والو کسانو دډله ئيز  بريد دځپلو لپاره چې دکابل ښار دهودخيلو په ساحه کې يوه نيم کاره ودانۍ ته ننوتي دي دپوليسو دځواکونو هلې ځلې دوام لري .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى حشمت الله ستانکزي دهغې تروريستي پيښې  په باب دنويو انکشافاتو په اړوند چې دهودخيلو په ساحه کې رامنځته شوې ده دباختراژانس خبريال ته وويل يرغلګر پنځه تنه و چې نن غرمه په دولسو بجو اوشلودقيقو په هودخيلو کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون په پنځه سوه متري واټن کې يوې نيم کاره ودانۍ ته ننوتي دي
پوليسو په پراخو عملياتو لاس پورې کړى دى چې ديرغلګرو بريد شنډ کړي .
دامنيتي ځواکونو عمليات په منظم او دقيق ډول دانکشاف په حال کې دي
ده وويل  چې په دې پيښه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون کارکوونکو او دسيمې  اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
يوبل امنيتي  خبرځاى په دې پيښه کې ديوه يرغلګر وژل کيدل تاييد کړي دي
ويل شوي دي چې تروريستانو دغې ودانۍ ته په ننوتو سره د انتخاباتو دخپلواک کميسيون په اول درې توغندي توغولي دي چې دسردزيان اومالي تاوان يې نه دى اړولۍ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته