نړۍ

فيفا له نړيوال جام څخه دڅه ناڅه شپږو ملياردو ډالرو عايد ترلاسه کوي .

-کابل باختر دغبرګولي  څليرويشتمه
دفوټبال نړيوال  فدراسيون فيفا  د ٢٠١٨  ميلادي کال دفوټبال له نړيوال جام څخه دشپږو ملياردو سلو مليونو ډالرو  عايد ترلاسه کوي چې له ټاکلو ارقامو څخه لس سلنه زياته ده .
د فوټبال دنړيوال فدراسيون  دمالي سندونوله مخې دغه بنسټ  پلان جوړ کړى دى چې د ٢٠١٨ ميلادي کال  دفوټبال دنړيوال جام دسياليودټلويزيوني خپرونې دحق له پلورنې  څخه په ملياردونو ډالره  ترلاسه کړي او اټکلونه او ګومانونه ددې څرګندوى  دي چې په دغوسياليو کې دملاتړي  په توګه دزياترو چينايي شرکتونو شتون دفيفا دعوايدو زياتوالي سبب شوي دي .
ديادونې وړ ده چې په دغو سياليو کې دشلو ملاتړو شرکتونوله جملې څخه شپږ شرکتونه  په چين پورې اړه لري .
دفوټبال  نړيوال فدراسيون په برازيل  کې د  ٢٠١٤ ميلادي کال  دنړيوال جام په سياليو کې څلور اعشاريه اته مليارده ډالره ترلاسه کړي وو چې د ٢٠١٨ ميلادي کال  له نړيوال جام څخه يو اعشاريه درې مليارده ډالره کم و .
په همدې حال کې روسي رسنيو ويلي دي چې روسان دکوربه توب په دليل  له نړيوال  جام څخه کابو ١٣ مليارده ډالره ترلاسه کوي
دروسيې  په کوربه توب د ٢٠١٨ ميلادي کال دفوټبال د نړيوال جام سيالۍ نن دغبرګولې دمياشتې په څلور  ويشتمه نيټه دروسيې ديوولسو ښارونو په دولسو ورزشي ډګرونوکې پيل شوې .
  ختم _عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته