سیاست

د روسیې جمهوررييس د پیغام له لارې، جمهورريیس غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې مبارکي وویله

 کابل / د زمري ۲۷ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د فدارتیفې روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري رياست د ويندوى د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې دمیتري ژیرنوف جمهورريیس غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په مناسبت د فدراتیفې روسیې د جمهورريیس ولادیمیر پوتین د مبارکۍ پیغام وړاندې کړ.
د روسیې جمهورريیس په دغه پیغام کې د دواړو هېوادونو پر دوستانه اړیکو د خوښۍ څرګندولو پر مهال ویلي دي: ډاډه یم چې په بېلابېلو برخو کې د دواړو لوریو رغنده همکاري پام وړ پراختیا مومي.
ولادیمير پوتین په دغه پیغام کې لیکلي دي: له تروریزم او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د مشارکت تعامل، د دواړو هېوادونو د خلکو بنیادي ګټې تامینوي او د سیمه ییز امنیت او ثبات د پیاوړتیا لامل ګرځي.
همدا راز د فدراتیفې روسیې جمهورريیس په خپل دغه پیغام کې جمهورريیس غني ته د روغتیا او بریالیتوب او د افغانستان ولس ته د سولې او هوساینې هیله کړې ده.
جمهورريیس غني د فدراتیفې روسیې د جمهورريیس له پیغام څخه د مننې په څرګندولو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
جمهورريیس د افغانستان او روسیې د ١٠٠ کلنو ډیپلوماټیکو اړیکو، د هغو د نمانځنې او همدا راز د اقتصادي اړیکو د پراختیا په ځانګړي ډول د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې چې د روسیې له معیارونو پکې استفاده وشي، خبرې وکړې.
جمهورريیس د افغانستان او مرکزي آسیا ترمنځ د سوداګریز او ترانزیټي همکاریو د یادونې پر مهال د روسیې بازارونو ته د افغانستان د صادراتو په ځانګړي ډول مېوه جاتو پر صادراتو ټینګار وکړ او همدا راز یې له روسیې وغوښتل چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
په دې کتنه کې د سیمې پر امنیت هم خبرې وشوې او جمهورريیس وویل: د داعش او تروریزم پر وړاندې د افغانستان د خلکو او دولت مبارز یوه استثنایي مبارزه ده او زموږ ولس د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره زیاتې قربانۍ ورکړې دي.
جمهورريیس وویل: افغانستان او روسیه له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ګډ لیدلوری لري او د داعش پر وړاندې د افغانستان حکومت اقدامات هر اړخیز او له لاسته راوړنو ډک وو.
جمهوررييس غني څرګنده کړه: د افغانستان حکومت د مرکزي آسیا اړوند تروریستي ډلو پر وړاندې جدي اقدام کوي او نشه یي توکي د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره جدي ګواښ دی.#
پاى/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته