امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل – باختر دوږي دمياشتې ٣٠
دکورنيو چارو وزارت يو اړوند خبرځاى وايي  : يوولس تنه وسله وال طالبان دافغان امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره خبر ورکړ :
افغان  امنيتي ځواکونو  په  تيرو ٢٤ ساعتوکې دلوګر ،ميدان  وردګو،قندهار ، کاپيسا، ننګرهاراو دکونړ دولايتونو په مربوطاتو کې د ډاراچوونکو د ځپلو په مقصد ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ،دوه تنه وسله وال طالبان ټپيان اولس تنه نور يې ونيول شول .
په دغو عملياتو کې دسپکو او درندو وسلو يوه اندازه مهمات او چاوديدونکې توکي هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې  : دملي پوليسومنسوبينو دننګرهار،لغمان او دهلمند دولايتونو
  په مربوطاتو کې پنځه ديرش ډول  ډول ماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا نوي ښخ کړى شوي وو کشف او شڼډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته