کابل باختردکب دمياشتې ٣ :
په تخار ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د ملي اردو يو سرتيرى و وژل شو.
د تخار د پوليسو ويندوى عبدالخليل اسير باخترآژانس ته وويل: پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د ملي اردو د اکمالاتو د کاروان يوه نقليه واسطه د بهارک ولسوالۍ د پرچو په کلې کې له واټ څخه ووته او چپه شوه.
ددغې پيښې ټپيان د تالقانو ښار روغتون ته ليږدول شوي دي او د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ