کابل باختردکب دمياشتې١٥ نيټه :
په غزني ولايت کې نن د نيالګيو دايښودلو پروګرام پيل شو .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې له همدې امله په دغه ولايت کې جوړه شوې وه ، د غزني د والي مرستيال محمدعارف واحدي دغزني ولايت له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې د ژوندانه دچاپيريال ساتنې د سمسور تيا او پاکوالي په خاطر نيالګي کيږدي څو دغه کار د خلکو ترمنځ په يوفرهنګ بدل شي .
په دې غونډه کې دغزني ولايت دکرنې او اوبولګولو رئيس عبدالله تسل وويل ؛ د دغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې دوه سوه يو شپيته زره ميوه لرونکي او ډولي نيالګي ايښودل کيږي.
ده زياته کړه چې دغه اداره بزګرانو ته د نباتي آفتونو ددرملو د شيندلو لارې چارې ور زده کوي او د نباتي آفتونو د مخنيوي لپاره په بزګرانو درمل هم ويشي. پاىجذ