امنیت

دلښکرجهنګوي مشر په افغانستان کې له بريد څخه روغ رمټ پاتې شو.

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
دپاکستان عالمي دلښکرجهنګوي د ډلې مشر يوسف منصور په افغانستان کې له يوه ناوړ قصد څخه روغ رمټ پاتې شو.
باختر آژانس دنيوزنو دانترنټي سايټ له خولې خبر راکړ: دايوځانمرګى بريد بللى شوى دى چې ددغې ډلې يوه غړي پکې لاس درلود.
دلښکرجهنګوي د ډلې وياند وويل :دغه بريد دافغانستان په زابل ولايت کې رامنځته شوه او ددغې ډلې يوه غړي په يوسف منصور خراساني ډزې وکړې صوفيان داسوشيتدپرس خبري آژانس ته وويل چې يرغلګر دخراساني دساتوونکي په متقابلو ډزو کې ووژل شو.
لښکرجهنګوي د پاکستان دسپاه صحابه يوه څانګه او دشيعه ګانو پرضد دى چې په ١٩٩٦م کال کې جوړه شوې ده .
دغه ډله دامريکا په ګډون دپاکستان او څو لويديځو هېوادونو له خوا ديوې تروريستي ډلې په توګه پيژندله شوې ده .
امريکا په ٢٠٠٣م کال کې دلښکرجهنګوي ډله ديوه بهرني تروريستي سازمان په توګه معرفي کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته