کابل باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه :
د ملي دفاع وزارت د هېواد په ځينو سيموکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتوکې د ٥٧ تنو تروريستو طالبانو د وژلو خبر ورکړ .
د باختر آژانس د خبرله مخې، د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي:
د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د هېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې د څلورو تنو داعشيانو په ګډون ٥٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٢ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه عمليات د ننګرهار، کونړ، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، لوګر، قندهار، روزګان، بغلان، بلخ، فارياب او د هلمند ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول.
په دغو عملياتوکې د ډار اچوونکو يو شمېر موټر سايکلونه او موټرونه له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت وايي: په تيرو ٢٤ ساعتوکې ١٤ پلان شوي چاڼيز عمليات، ١٣ځلانګړي عمليات او يو شپنى عمليات د هېواد په لسو ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د هېواد هوايي ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو په ملاتړ د الوتنې په بهيرکې د دښمن په ځالو څلور بريدونه ترسره کړي دي.
1 1 دقیقه لوستل