ټولنه

د کندز د صنعت او سوداګرۍ رياست لپاره ودانۍ جوړېږي

کابل/ دتلې ١٦مه/ باختر
د کندز د صنعت او سوداګرۍ رياست د ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو.
د کندز د صنعت او سوداګرۍ رييس غلام علي عيدي زاده د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د دغه رياست ودانۍ د دولت له بودجې څخه د څوارلسو ميليونو افغانيو په لګښت د يو جريب ځمکې په ساحه کې په نهو مياشتوکې جوړېږي.
هغه زياته کړه: دغه ودانۍ چې په دوو پوړونوکې جوړېږي؛ پکې ١٤ اداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
د کندز د صنعت او سوداګرۍ رياست له څه مودې راپدېخوا په کرايي کورکې خپلې چارې پرمخ بيولې.
د دغې ودانۍ د کار په پرانيستلوکې د کندز والي عبدالجبار نعيمي او د دغه ولايت نورو مسوولينو ګډون لاره.
ختم-عطاالله- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته