امنیت

د داعش د ډلي يو غړى په ننګرهار کې ونيول شو

٨- کابل / دسلواغې ١٠مه /باختر
د ننګرهار د ملي امنيت منسوبينو د داعش د ډلې يوغړى د نيولو خبر ورکړ.
اصف چې ويل کېږي ډار اچوونکو بريدونو ته د زميني برابرونکى اود داعش د ډلې موټر چلوونکى و، تېره شپه په چپرهار ولسوالۍ کې پرې بريد وشو.
د ننګرهار د ملي امنيت يو خبرځاى باخترآژانس ته وويل د داعش د ډلې غړى اصف چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و ، ونيول شو.
له هغه څخه يوشمېر جنګي وسايل او داسې سندونه ترلاسه شوي دي چې په داعش ډله کې دهغه غړيتوب ښيي .
په ننګرهار کې له ډآر اچونې سره د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو عمليات په وروستيو مياشتوکې زيات شوي دي او پوځيانو په وروستيو مياشتوکې د داعش اوطالبانو د ډلو د لسګونوغړوپه نيولو بريالي شوي دي او په سلګونه تنه نور يې وژلي دي .
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته