نړۍ

ترکيه په پرله پسې توګه د دويم کال لپاره د ورځپاڼه ليکوونکو ډير سترجيل شو

انقره باختر دليندي اته ويشتمه :
د امريکا په متحده ايالاتوکې د ورځپاڼه ليکوونکو د دفاع کميټې په خپل کلنى رپوټ کې ويلي دي چې ترکيه په نړۍ کې د ورځپاڼه ليکوونکو ډير ستر جيل  دى.
داپه پرله پسې توګه دويم کال دى چې ترکيه ددغه مرکز په کلنى رپوټ کې لوړ مقام ګټي.
ايران اوچين دبندي ورځپاڼه ليکوونکو له پلوه د ورځپاڼه ليکوونکو ددفاع کميټې په څيرنه کې په دويم او دريم رديف کې دي .
دغو دريو هيوادونو د نړۍ په کچه نږدې څه دپاسه نيمايي ورځپاڼه ليکوونکو ته ځاى ورکړى دى .
تېرکال هم ترکيه په جيل کې د نهه څلويښتو تنو ورځپاڼه ليکوونکو په لرلو سره د ورځپاڼه ليکوونکو ډير ستر جيل و او ايران او چين په دويم او دريم رديف کې و.
د ورځپاڼه ليکوونکو د دفاع کميټه وايي: په ترکيه  کې دبندي ورځپاڼه ليکوونکو شمېر څلويښتو تنو ته کم شوى دى .
د ورځپاڼه ليکوونکو د دفاع کميټې په رپوټ کې ويل شوي دي چې په روان کال کې دوه سوه يوولس تنه ورځپانه ليکوونکي دخپلې دندې د ترسره کولو په خاطر بنديان شوي دي چې په ٢٠١٢ کال کې د دوه سوه دوه ديرشو موردو نيونو په نسبت کمښت ښيي .
  دغه رپوټ وايي چې په ترکيه کې يو شمېر نيول شوي خبريالان آزاد شوي دي خو دترکيې د دولت مقاماتو په لسګونو تنه کردي خبريالان د ترور او په دولتي ضد توطيو کې دګډون په شان په بېلابېلو تورونو په جيل کې ساتلي دي.
د ورځپاڼه ليکوونکو د دفاع کميټه د ايران په باب په خپل رپوټ کې وايي چې په دغه هيوادکې دبندي ورځپاڼه ليکوونکو شمېر له پنځه څلويښتوتنوڅخه پنځه ديرشو تنو ته کم شوى دى او زياتوي چې ددغه کمښت دليل دا دى چې ځينوبندي ورځپاڼه ليکوونکو دخپل محکوميت دوران پاى ته رسولى دى او دايران دولت ديو شمير بنديانو د آزاولو په باب خپل سياست ته دوام ورکړ.
په چين کې هم په روان کال کې دوه ديرش تنه خبريالان، ورځپاڼه ليکوونکي او محررين بنديان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته