کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
په لوګر ولايت کې د بڼوالو د محصولاتو په خاطر د انډي کولو مرکز ، دمېوو د وچولو دستګاه او سړه خونه جوړېږي.
د لوګر ولايت دکرنې ، اوبولګولو ا ومالدارۍ ريېس انجينر محمددين مومند نن د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه مرکز په محمداغې ولسوالۍ کې جوړېږي .
د دغې پروژې د پرانستلو په غونډه کې د ولايتي شورا ريېس حسيب الله ستانکزي ، پوځي مسوولينو او د محمداغې ولسوال اوقومي مشرانو برخه لرله ، د لوګر والي محمد انورخان اسحاق زي بڼوالو ته د دغه شان مرکزونو جوړول مهم وبلل.
اسحاقزي وويل چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره دکروندګرو د اقتصاد کچه لوړېږي. پاى شکريه ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ