سیاست

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند دهېواد ديوولسو ولايتونو راى دزرګونو تنو دشکايتونو په دليل بيا شميرل کېږي .

کابل باختر د لړم شپاړلسمه : دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولان وايي چې دهېواد ديوولسو ولايتونو راى دزرګونو شکايتونو په دليل بيا شميرل کېږي . دهغوى دڅرګندونوله مخې، تراوسه پورې داتلسو ولايتونو دشميرنې دپاڼو پايلې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون داطلاعاتو په مرکز کې ثبتې شوې دي په همدې حال کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دانتخاباتو دخپلواک کميسيون په کړنو په نيوکې سره وويل چې حکومت دانتخاباتي کميسيونونو داستقلاليت ملاتړ کړى دى خو دهغوى په وړاندې دزياتو انتخاباتو په برخه کې شکايتونه شتون لري . جمهور رييس ټينګار کړى دى چې دانتخاباتو کميسيون دې بايد په بشپړ شفافيت سره دانتخاباتو دلومړنيو او ورستيو پايلو داعلام لپاره اقدامات ترسره کړي او دانتخاباتو دشفافيت په اړوند دې خلکو ته خبر او ډاډ ورکړى . دباختراژانس خبريال ليکي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند ويلي دي چې ديوولسو ولايتونو دراى ورکونې دڅلور سوه څلور پنځوسو مرکزونو درايو بياشميرنه پيل کړې ده او هم تراوسه پورې له اووه ويشتو ولايتونو څخه درايو دشميرنې دپايلو پاڼې او دراى ورکوونکو دبايومتريک دپيژندنې دستګاوې مرکز ته رسيدلي دي . دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي ټينګار کوي چې ټاکل شوې ده دصندوقونو درايو بيا شميرنه دانتخاباتو دخپلواک کميسيون او دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون او دنوماندانو داستازو او دانتخاباتو دکتوونکو بنسټونو په مديريت سره ترسره شي . دده دڅرګندونوله مخې، درايو بيا شميرنه به دوه درې ورځې وخت ونيسي . داپه داسې حال کې ده چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون څوورځې مخکې اعلام وکړچې ددوه ديرشو ولايتونو دپارلماني انتخاباتو لومړنۍ پايلې به دروان کال دليندۍ دمياشتې په دويمه نيټه او دکابل له ولايت څخه دليندۍ دمياشتې په لسمه نيټه اعلام کړي خو تراوسه پورې ځينې دغه راى دکميسيون داطلاعاتو په زيرمتون کې نه دي شاملې شوي او له بله پلوه دڅو ولايتونو د رايو صندقونه مرکز ته نه دي رسيدلي . مخکې له دې دانتخاباتو خپلواک کميسيون دپارلماني انتخاباتو دلومړنيو پايلو داعلام نيټه دلړم دمياشتې نولسمه اعلام کړې وه. ختم-عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته