کابل باختر دتلي نهمه :
په ننګرهار ولايت کې له لسګونو بيځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
په دې پړاو کې د اې ار سي له خوا دننګرهار ولايت دمهاجرينو رياست په مرسته له پنځه شپيتو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته شوې ده .
دننګرهارولايت دمهاجرينودراستنولودچارورييس غلام حيدرفقيرزي باختر اژانس ته خبر ورکړ چې په دې پړاو کې له ٦٥ کورنيو سره چې د جګړو له امله دننګرهار ولايت داچين ، کوټ ، پچير او اګام او دچپرهار له ولسواليو څخه بې ځايه شوي دي مرسته شوې ده .
ده وويل په دې پړاو کې له هرې کورنۍ سره دڅوارلسو زرو افغانيو مرسته شوې ده .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې له سلو اړوکورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه توکي ددولتي او غير دولتي بنسټونو له خوا برابر شوى و .
ويل کيږي په دغو توکو کې وريجې ، غوړي ، اوړه ، چاى او بوره شته .
0 1 دقیقه لوستل