امنیت

په لوګر کې د څلورو ډاراچوونکو نيول کيدل

 پل علم / باختر/ دغبرګولي  دمياشتې١٦نيټۀ :
څلورتنه وسله وال ډاراچوونکي له يوه سرګروپ سره تيره شپه د دغه ولايت دپل  علم ښار د پادخواب شانه په کلي کي ونيول شول.
د لوګرولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باخترآژانس ته وويل ؛
دغه کسان دپوځيانوپه څوعملياتو کې دپل علم ښارپه مربوطاتو او دپاخواب شانه       په سيمه کې ونيول شول .
ده وويل دغه وسله وال ډاراچوونکي په خپل پټنځي کې د يولړ ډاراچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې دپوځيانو له خوا بريد وشو او ونيول شول.
ده زيا ته کړه له دغو کسانو څخه يوشميرجنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته