-کابل باختر دثور شپاړلسمه :
دهرات ولايت په جبرئيل ښارګوټې کې نن دښځو دلاسي صنايعو نندارتون جوړ شو .
په دې نندارتون کې دڅه ناڅه ديرشو ميرمنو لاسي صنايع اومحصولات نندارې ته وړاندې شوي دي .
دغه نندارتون دهغو ځوانو نجونو په نوښت جوړ شوى دى چې دښځو دځواکمنۍ درهبرۍ روزنيزه دوره يې تيره کړې ده .
د اويک ددفتر دمسوولينو دڅرګندونوله مخې ، دغه نندارتون دلاسي صنايعو دمعرفي کولو او ودې په موخه جوړ شوى دى .
داويک ددفتر يوه مسووله ميرمن لينا شفق وايي چې دغه نندارتون ددريو ورځو لپاره دمينه والو پرمخ پرانستى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ